article

حامد کرزی په 24 د ډېسمبر کال 1957 کې زېږېدلی دی. دی د افغانستان لومړنی ولسمشر دی چې په هېواد کې وروسته د پراخې ټولټاکنې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د 2001 کال د ډېسمبر له مياشتې راپدېخوا د افغانستان د ولسمشرۍ دنده لري.

پخواني وختونه او شخصي ژوند


کرزی په کندهار کې زېږېدلی. دی پښتون دی او د پوپلزيو لوی ټبر پورې تړاو لري، دا هغه لوی ټبر دی چې د افغانستان ځينې پاچاهان هم د همدغه ټبر وه. د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، نو ددې په خاطر مونږ دا په ډاګه ويلای شو چې دی په سياست کې د ډېر پخوا نه ښکېل دی.

کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هندوستان ته وتښتېده او د طالبانو د پرزېدو پورې هماغلته پاتې شو. نوموړي په هندوستان کې د 1979 نه تر 1983 پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانګه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس لاسوند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه.

کله چې روسان د افغانستان نه ووتل نو دی د برهان الدين رباني په جوړ شوي حکومت کې د وزير د معين په توګه دنده لرله. ښاغلی کرزی متحل دی او زينت کرزۍ يې د مېرمنې نوم دی، زينت کرزۍ ډاکټره ده او په کال 1998 کې يې د ښاغلي کرزي سره واده وکړ، دوی تر اوسه پورې هېڅ کوم اولاد نه لري.

دطالبانو پلوي


کله چي په ٩٠ مه مېلادي لسيزه کښي د افغانستان پر سياسي ډګر طالبان راڅرګند شوه، نو کرزي د هغوی په پلويانو کښي و. خو کرزي دطالبانو سره خپلي اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلولې. کله چي طالبانو په ١٩٩٦ يم مېلادي کال کښي برهان الدين رباني د واکه وغورځاوه نو کرزي ته وړانديز وکړی چي په ملګرو ملتونو کښي د افغانستان سفير شي. خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه. په ١٩٩٧ يم مېلادي کال کې کرزی و امريکا ته ولاړ چيري چي د ده نوره کورنۍ ځای پرځای وه. په امريکا کښي ښاغلي کرزي خپلي هڅي پېل کړي چي د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه بېرته واک تر لاسه کړي. د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کښي د١٩٩٩يم مېلادي کال دجولای پر ١٤ د څو وسله والو لخوا ووژل شو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول شوه او همدا و چي حامد کرزي د بدل په توګه د طالبانو د واګه اچولو اراده وکړه.

افغان لارښود


په 2001 کال کې د 11 د سپتمبر د ټروريستي پېښې نه وروسته، کرزی د ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وه، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته د طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ. د هماغه کال د ډېسمبر په مياشت کې د هېواد نه دباندې افغان سياسي مشران چې ډېريو يې په هېواد کې دننه کوم پلويان نه درلودل د جرمني د بون په ښار کې سره راټول شول چې د نوي کابينې په جوړښت کې سره جوړ شي.

د بون د تړون له مخې په ۵ د ډېسمبر کال ۲۰۰۱ کې دا پرېکړه وشوه چې افغانستان کې به يو لنډ مهاله حکومت جوړېږي چې ددې ۲۹ کسيزې کابينې مشر به حامد کرزی وي. نو د پلان له مخې حامد کرزي په ۲۲ د ډېسمبر د کابينې د مشرتابه لواړه وکړه. بيا د جون د مياشتې لويې جرګې کې د افغانستان لنډمهالې دورې ولسمشر وټاکل شو او هدايت امين ارسلان يې مرستيال شو.

د کرزي د ولسمشر کېدو سره سره د هغه د واک ولکه د کابل ښار پورې محدوده پاتې شوه او کله ناکله د ملنډو په توګه هغه ته داسې هم ويل کېدل چې کرزی د افغانستان ولسمشر نه دی بلکه د کابل والي دی.

د ۲۰۰۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې


حامد کرزی 9 د اکتوبر، 2004 کال د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توګه ځان کانديد کړی وه. د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د 34 ولايتونو نه د 21 ولايتونو رايې وګټلې، او خپل 22 سيالانو ته يې ماته ورکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ولسمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.

کله چې حامد کرزی ته لا د افغانستان د ولسمشرۍ دنده نه وه ور په غاړه، خو د ډېرو خلکو په مېنځ کې منل شوۍ څېره وه، او د هغه د پلويانو لخوا ډېر ستايل کېده او په دغه موخه چې وروسته د اوږدې مودې جنګ نه دا يواځينی کس دی چې په کورنيو جنګونو کې نه وه ښکېل او د افغانستان د ولسمشری لپاره يوه نېک فال وه. د ولسمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده آيالاتو ولسمشر بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. دا د يوې مياشتې لنډمهاله ټاکنه کې دده د سيالانو په پرتله دده لږ سياسي تبليغ، که څه هم چې د امنيتي ترينګلتياو وېره هم وه خو ټاکنې دده په ګټه پرته د کومې ستونزې پای ته ورسېدې.

وروسته له دې چې دا ښکاره شوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنګ بېرته پاکېدلی شي او په همدې توګه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم شته، نو دغه ناندريزه بحث تود شو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وګڼل شوه. خو د ملګرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته شوه چې د 8.1 ميليونه رايو نه 4.3 ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي 55.4٪ رايې ګټلي او په همدې توګه د نومبر په 3 مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو ګټيالی اعلان شو.

کرزي په رسمي توګه په 7 د ډېسمبر، 2004 کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ لواړه په کابل کې د رسمي لمانځنو په بدرګه ترسره کړه. ډېرو خلکو دا لمانځنه په سمبوليک ډول ډېره اهمه وګڼله او د يو دړې وړې ملت لپاره يې يو ښه نوی پېل وګاڼه. پدې لمانځنو کې تر ټولو اهم مېلمانه د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په ګډون د افغانستان دوه پخواني ولسمشران، صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني سره سره د امريکا د متحده آيالاتو د ولسمشر مرستيال ډېک چېني هم ګډون کړی وه.

د افغانستان ولسمشر


وروسته له دې چې حامد کرزی په ډيموکراټيکو ټولټاکنو کې بريالی شو، نو ډېر خلګ په دې ګومان وه چې دی به د خپلې کابينې نه د شمالي ټلوالې پخواني ټوپک سالاران ګوښه کوي، او کرزی به د يو سخت اصلاح پال دريز خپلوي. خو دې ته ناورته کرزي دا ثابته کړې چې دی ډېر له پام او احتياط نه کار اخيستی د څه شي تمه چې نه کېده او د خپل سوداګرۍ وزير چې تر ټولو ډېر سمون پال او اصلاح پال وه د دندې نه ګوښه کړ.

سره له دې چې ډېر بهرنيان او ماهرين پدې خبره ټينګ دي چې افغانستان ورو ورو د ثبات او سولې پرمخ روان دی، خو د پارلماني ټاکنو دمخه ځينې طالبان په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالی راوستلی وه. اوسمهال د افغاني پوځ 28 لېواګانې د جنګي عملياتو جوګه شوي، او ډېر لا په تمرينونو بوخت دي. د افغانستان اقتصاد هم د کلونو کلونو راپدېخوا په چټکۍ سره مخ په ودې ده او حکومتي عايدات هم په ډېرېدو دي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې په بشپړه توګه پرخپلو پښو نه ده ولاړ او د نړېوالو مرستو ته اړتيا لري.

د 2002 کال د سېپتمبر په 5، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وه نو په ده باندې د وژلو ناکامه هڅه وشوه. يوه ټوپکوال چې پوځي کالي يې په ځان وه په ښاغلي کرزي يې ډزې وکړې چې له امله يې د کندهار والي ټپي شو، خو د امريکايي ځانګړي سرتېري لخوا هماغه ټوپکوال وويشتل شو. پدې پېښه کې د ټوپکوال سره سره د ولسمشر يو ساتندوی او د نندارچيانو نه يو نندارچي چې په ټوپکوال يې بريد وکړ هم ومړ کله چې د حامد کرزي ساتندويانو ورباندې ډزې وکړې. د کرزي د وژلو دوهمه هڅه هغه مهال شنډه شوه کله چې نوموړی د سېپتمبر په 16 نېټه 2004 کال کې په يوه چورلکه کې د ګردېز لوري ته د يوه نوي ښوونځي پرانيستلو ته روان شوی وه او دده په چورلکه د توغندي بريد وشو.

In 2004, he rejected a US proposal to end the poppy production in Afghanistan through aerial spraying of chemical herbicides, possibly fearing that he may alienate some warlords who are hostile to his administration or support him conditionally.

نور مالومات


  • کرزي په ۲۰۰۴ کال کې د فېلاډېلفيا د خپلواکۍ په مېډال وستايل شو او په ۲۰۰۳ کال کې د ډېرې ستاينې له مخې د برطانيې د پاچايي سرتېري يا Knight نوم هم ورکړل شو. په ۷ د مارچ، ۲۰۰۳ کال يې د هندوستان د هېماچال پوهنتون نه د ادبياتو په څانګه کې ستاينيزه دوګتورا لاس ته راوړه.

  • حامد کرزی د جامو آغوستلو ځانګړی ډول لري او په ډېرو خلکو کې هم ستايل شوی. په خاصه توګه د هغه چپنه او قره قولي. د ګوچي فېشن شرکت ټام فورډ دی د سيارې تر ټولو ګلالی سړی بللی، او سېلويا فېندي د فېندي فېشن شرکت بيا په کالو آغوستلو کې د خپل د ذوق دخيال ساتلو او په نورو پروا نه کول ستايلي دي.
  • د کرزي ورور احمد ولي کرزی په کندهار کې د بشري مرستو په ټولولو او په هماغه ولايت کې يې د لګولو په کارونو کې خپله ملکاري کوي. د کرزي ډېر نور وروڼه او خوېندې بيا په امريکا کې د ډېرو خوړنځايونو خاوندان دي. هغوی د سان فرانسيسکو، بالټيمور او کېمبرېډج ماسېچوسېټس په آيالتونو کې د هېلمند په نامه خوړنځايونه لري.

  • ډېرو نورو سرچينو په ځانګړي توګه د فارېنهايټ 9/11 فلم بيا داسې خبر ورکوي چې حامد کرزی د امريکا د تېلو يوې کمپنۍ يونوکال کې د سلاکار په توګه کار کړی. خو ددې خبر نه دواړو د يونوکال شرکت او کرزي د يو بل سره د کوم تړاو د لرلو نه انکار کړی، که څه هم چې دوی د ټولو هغو نورو شرکتونو په هکله چې په يونوکال پورې تړاو لري څه نه دي وييلي لې مونډې کې د لومړي ځل لپاره دا خبر راڅرګند شوی وي. همدا خبره د کرسچيان ساينس مونېټر هم کړې ده[http://www.csmonitor.com/2002/0610/p01s03e-wosc.html" target="_blank" >*.

  • په 21 د مې، 2005 کال کې نوموړي ته په رسمي مراسمو کې د خېمې درولو اجازې نه ډډه وشوه چې د بوسټون رېډ ساکس لوبو کې چې په فېنوې پارک کې ترسره کېدلې، دا د حفاظتي او لوژيستيکي اندېښنو پخاطر.

  • په 25 د مې، 2005 کال کې حامد کرزی د نېبراسکا آيالت وېسټ پواينټ يا لويديځې نقطې مالي تغذيوي ځای نه کتنه وکړه، په همدې لړ کې يې د هماغه آيالت د افغان زده کړو مرکز، نېبراسکا پوهنتون نه ستاينيزه دوکتورا ترلاسه کړه.

داهم وګورۍ


باندنۍ تړنې


1957 births | Afghan heads of state | Current national leaders | Knights Grand Cross of St Michael and St George | Living people

حامد قرضاي | Hamid Karzai | Hamid Karzai | Hamid Karzai | Ḩāmid Karzay | Hamid Karzai | Hamid KARZAI | حامد کرزای | Hamid Karzaï | Hamid Karzai - حامدکرزى | हामिद करजई | Hamid Karzai | Hamid Karzai | ハーミド・カルザイ | 하미드 카르자이 | Hamid Karzai | Карзай, Хамид | Hamid Karzai | Hamid Karzai | Карзай, Хамид | Hamid Karzai | Hamid Karzai | Hamid Karzai | 哈米德·卡尔扎伊

 

This article is licensed under the GNU Free Documentation License. It uses material from the "حامد کرزی".

Home Pageartsbusinesscomputersgameshealthhospitalshomekids & teensnewsphysiciansrecreationreferenceregionalscienceshoppingsocietysportsworld